اسلام آباد 27 جون (اے پی پی) اسټېلشمنټ ډويژن وفاقي وزارتونو٬ډويژنونو٬كارپورېشنز او ماتحت وفاقي ادارو لپاره كلن خريدارۍ پلان 2017 جاري كړو۔ د اسټېبلشمنټ ډويژن جنرل سېكشن لخوا جاري شوي نوټيفيكېشن له مخې ټول وفاقي وزارتونه٬كارپورېشنز او ماتحت وفاقي ادارې دې په كلن بنيادونو د استعمال كېدونكو څيزونو خريدارۍ لپاره متوقع نرخ سره د رولز له مخې تر 30 جون 2016 د خريدارۍ نوټس تشهير٬ تر 19 جولائي 2016 خريدارۍ لپاره ټهيكه وركول او د 30 جون 2017 لپاره استعمال كېدونكې سامان رسنه دې لازمي په وخت باوري كړی شي۔ اسټېلشمنټ ډويژن هدايت وكړو چې ټولو وفاقي وزارتونه٬ډويژنونه٬كارپورېشنز او ماتحت وفاقي ادارې دې په پلان او په رولز بشپړه عملدرآمد باوري كړې شي
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا