اسلام آباد 30 مئی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي سره د ټ??لو اعتراضاتو او تحفظاتو حسېن نواز جے آئی ټی ته وړاندې شو او 5 نه تر 6 ساعته ئې د جے آئی ټی د پوښتنو ځوابونه وركړل، د حسېن نواز د خراب طبیعت په اړه ډنډورې شوي خو داسې څه نشته، ایمبولینس د حسېن نواز لپاره نه و راغلې، د انصار عباسی په خ??ر دې سپریم کورټ نوټس واخلي ، د جے آئی ټی خطونه لیك كېدل د تشویش وړ خبره ده، وزیراعظم محمد نواز شریف څخه د ارواښاد پلار او 30 كاله پخوانې حساب غوښتونكې خپل 10 كاله پخوانې حساب نه شي وركولې، په نن ورځ الیکشن کمېشن٬ د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت او سپریم کورټ كښې د عمران خان لپاره غږونه پورته كړې شوي خو عمران خان چرته هم وړاندې نه شو، د طارق شفیع بیان حلفی په حقائق اډانه دے۔ دې د نهې په ورځ د قامی اسمبلۍ غړي دانیال عزیز سره په پی آئی ډی كښې خبرې کنفرنس ته خ??اب کولو۔ مریم اورنګزیب ووئيل د پاناما لیکس په م??ام??ه وزیراعظم محمد نواز شریف تر ټولو وړاندې د سپریم کورټ د جے آئی ټی یا کمېشن جوړولو خط ليكلې وو۔ دې ووئيل عمران خان د وړومبۍ ورځې څخه تورنه لګول پيل كړي، كله هغه ټاكنو كښې د ټګۍ تور لګولې او كله ئې پاناما لیکس او ډان لیکس په اړه بې بنسټه تورونه لګولې خو هغه ته چرته څخه هم کامیابی ترلاسه نه شوه۔ دې ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف عدالت كښې چرې هم د كار دائرہ اختیار چیلنج کړې او نه ئې استثنیٰ غوښتلې، عدالت چې كوم هم دستاویزات غوښتلې د 1935ء حساب هم وركړې شوے۔ دې ووئيل په دريم ځل ټاكلې شوي وزیراعظم محمد نواز شریف په هره موقع د قانون بشپړه پاسداری کړې۔ دې ووئيل نن ورځ مهمه وه ، سهار 9 بجې د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت څخه غږ پورته شوې چې عمران خان دې حاضر شي، په دې عدالت كښې پھ آئینی ادارو د بريد کېس زیر سماعت دے،د ورځې 10 نيمې بجې الیکشن کمېشن كښې د عمران خان په ضد د غیر ملکی فنډنګ کېس سماعت شوې هلته هم عمران خان رابللې شوې دغسې سپریم کورټ كښې هم د ورځې 11 بجې د کېس سماعت شوې۔ په دغه درې واړه موقعو عمران خان د معمول ترمخه غیر حاضر وو۔ دې ووئيل د عمران خان د اړخه وړاندې كړې شوي ځواب كښې وئيلي شوي چې 10 كاله پخوانې ټیکس ریکارډ نه لرم او د وزیراعظم محمد نواز شریف څخه د 1935ء راهسې حساب غوښټلې شوے، وزیراعظم محمد نواز شریف ټول اړوند ریکارډ په متعلقه فورم داخل کړې۔ دې ووئيل د وزیراعظم په بچو د نان ریزیډنټس قانون لاګو كېږي ، د دې قانون له مخې د پاکستان کوم عدالت یا ادارہ هغه نه شي رابللې، حسېن نواز كه غوښتلې وې نو د دې قانون له مخې پاکستان ته به نه ؤ راغلې خو هغه داسې ونه كړه، د جے آئی ټی لخوا په رابللو هغه جے آئی ټی ته وړاندې شو او 5 نه تر 6 ساعته ئې د ټ??لو پوښتنو ځوابونه وركړل۔ دې ووئيل طارق شفیع سپریم کورټ كښې جے آئی ټی كښې د شوي بدسلوکۍ او تضحیك په اړه بیان حلفی جمع کړې۔ دې ووئيل د مسلم لیګ (ن) وزیراعظم محمد نواز شریف او شریف فیملی د اع??یٰ عدلیې بشپړه احترام کوي او هيله لري چې شریف فیملی ته به بشپړه انصاف ترلاسه شي ځكه چې فیئر ټرائل د شریف فیملی حق دے ، د آئین او قانون ټولې تقاضې به پوره كولې شي۔
سره د اعتراضونو كولو او تحفظاتو لرلو حسېن نواز جے آئی ټی ته وړاندے شو او 5 نه تر 6 ساعته ئې د جے آئی ټی د پوښتنو ځوابونه وركړل
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ