لاهور 10 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويز اشرف وئيلي دي مشكلات ضرور دي خو پاكستان به چري هم ډيفالټ نه شي،معيشت د فشار ښكار دې ډير زر به په حالاتو قابو وموندلې شي،مونږ ټولو له به په ګډه د دې مشكلاتو مقابله كول ??ي او د دې حل به لټول ??ي،سياسي استحكام سره معاشي استحكام راتللې شي،په آئين او قانون عملدرآ مد سره د هېواد پرمختګ ممكن دې،كوم هم هېواد په غير يقيني صورتحال كښې پرمختګ نه شي كو??ې،بايد د تورونو سياست ختم كړې شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خال?? په ورځ د پي پي پي لارښودي بيګم شميم نياز?? په كور د هغي تپوس پوښتني نه پس ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع پارليماني ليډر حسن مرتضي ، اسلم ګل ، جميل منج ، حاجي عزيزالرحمان چن، فيصل مير، آ صف ناګرا، عاطف رفيق، امجد جټ، راجه شبير، افنان بټ، چوهدري رياض، مياں ايوب، ان??م بټ او د ډوند نور لارښود هم ده سره وو۔ راجه پرويز اشرف ووئيل بايد ټول سياسي ګوندونو لارښود په يو بل د تورونو لګولو په ځائې خپلو كښې د خبرو اترو د لاري د هېواد د پېښو چيلنجونو حل ولټوي، پاكستان يو ج??هوري هېواد دې بايد د جمهوريت قوي كو??و لپاره سياسي ګوندونه هلي ځلي وكړي او پارلمان له عزت وركړي۔ده ووئيل په ټوله نړۍ كښې د معيشت په اړه حالات خراب دي، ګراني او بے روزګاري ده دغسې په پاكستان كښې هم په معيشت فشار دې، د دې ټولو مشكلاتو مقابلي لپاره يواځنې حل سياسي استحكام دې،د يو بل احترام كو??و سره به هېواد كښې ښه چاپيرچل جوړول ??ي۔د يوې پوښتن?? په ځواب ده ووئيل د اسحاق ډار د صدر مملكت سره ملاقات مثبت خبره ده ځكه چې رابطې منقطع كول ??ه دي پكار۔ده ووئيل پيپلز ګوند د يوي كورنۍ په شان دې او بيګم شميم نيازي د ګوند قيمتي اثاثه ده او هغه د بشپړه جذبې سره د ګوند سره ولاړه ده۔ده ووئيل ټول ګوند د هغې زر روغتيا له لاس په دعا دې۔
مشكلات ضرور دي خو پاكستان به چري هم ډيفالټ نه شي،معيشت د فشار ښكار دې ډير زر به په حالاتو قابو وموندلې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں