اسلام آب??د 20 مئي (اے پي پي) په هېواد كښې د متبادل ذريعو څخه د برېښنا د پېداوار په پنځو بېلا بېلو پروژو به د 368 مليونه ډالرو سرمايه كاري كولې شي او د پروژو ترسره كېدو سره به په مجموعي توګه 266.5 مېګاواټه ارزانه برېښنا په قومي ګرېډ كښې شامله شي۔ د متبادل ذريعو څخه د توان پېداوار ترلاسه كولو لپاره پنځو كمپنو د نېپرا څخه لائسنس ترلاسه كولو لپاره خواستونه جمع كړي دي۔ د امريكې د نېشنل رننيواېبل انرجي لېبارټرې له ??خې په پاكستان كښې د متبادل ذريعو څخه درې لكه 45 زره مېګاواټه توان پېدا كېدے شي۔
مضمون کا ماخذ : جیک اور بین اسٹالک