اسلام آباد۔13جولائی (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي الېکشن کمېشن سره فارن فنډنګ كېس كښې د ن ليګ او پيپلز پارټۍ ?? اكاؤنټس فنانشل اېكسپرټس او چارتر اكاؤنټنډ د لارې د كره كتنې نوے درخواست جمع كړے شوے۔ د سټېټ بېنك آف پاكستان لخوا د جمع كړي ريكارډ له مخې ګوشوارو كښې د ن ليګ د 12 او د پيپلز پارټۍ د 7 اكاؤنټس ذكر نشته۔ بېنظير بھټو خپل كتاب كښې ليكلي زما حكومت له مينځه وړلو له نواز شريف د اسامه بن لادن نه پېسې اخستي۔ پيپلز پارټۍ مارك سهګل ته په كوم مد كښې ادائيګي كوله۔ د شهيدانو ورځې په مهال د ځانونو قرباني وركوؤنكو كشميري وګړو ته سلام كوؤ۔ هغه د نهې په ورځ الېكشن كمېشن كښې د مسلم ليګ ن او د پيپلز پارټۍ فارن فنډنګ په اړه د خپل درخواست اورېدنې نه وروستو ميډيا سره خبرې كولې ۔ هغه ووئيل د مسلم ليګ ن او د پيپلز پارټۍ فارن فنډنګ په حقله سكروټني كمېټۍ كښې زمونږ د درخواست اورېدنه روانه ده ۔ مونږ يو نوے درخواست جمع كړے كوم كښې چې د مسلم ليګ ن او د پيپلز پارټۍ د فارن فنډنګ په اړه جمع كړي ريكاډ ته د رسنې او په خاص توګه د چارټرډ اكاؤنټنټ او فنانشل اېكسپرټس لخوا د كره كتنې استدعا شوې ځكه چې الېكشن كېمشن دا آساني د پي ټي آئي فارن فنډنګ كېس كښې هم وركړې۔ هم دا آساني مونږ غوښتلې او د دې د وړاندې نه مثال موجود دے۔ هغه ووئيل زمونږ كېس د كال 2017 نه الېكشن كمېشن كښې روان دے۔ بلخوا ن ليګ او پيپلز پارټي د خپل اكاؤنټس ر يكارډ نه جمع كوي۔ هغه ووئيل د حنيف عباسي په كېس كښې سپريم كورټ پرېكړه كړې چې الېكن كمېشن آف پاكستان دې د ټولو سياسي ګوندونو ?? اكاؤنټس كره كتنه وكړي۔ هغه ووئيل د پي ټي آئي په ضد فارن فنډنګ كېس كښې د 60 زره عطيه كوؤنكو وګړو ريكارډ وړاندې كړے شوے۔ هغه ووئيل ن ليګ او پي پي پي د خپل ګون?? اكاؤنټس هم مني لانډرنګ ٬ كرپشن او جعلي اكاؤنټس لپاره كارولي۔ هغه ووئيل بې نظير بھټو خپل كتاب كښې ليكلي چې نواز شريف زما حكومت له مينځه وړلو له اسامه بن لادن څخه پېسې اخستي۔ دا نه ده معلومه كوم ځاے نه د چا په نامه پېسې اخستې شوي۔ هغه ووئيل نن 13 جولائي ده ٬ په كال 1931 كښې په ننۍ ورځ د ډوګرا راج مخې ته تش لاسې كشميري وګړي لكه د مضبوط دېوال ولاړ وو۔ د هغوي قربانيو ته سلام كوؤ۔ هغه ووئيل يوه محترمه چې كله كشمير ته ځي نو د كشمير لور ٬ پنجاب ٬ سندھ ٬ ګلګت بلتستان كښې د دغې ځايونو لور او لاړكانه كښې د زرداري لو?? جوړېږي۔ هغه ووئيل دا د جعل سازۍ انتها ده۔ د عكسونو په دوكان كښې د نواز شريف عكس د ځان سره په لګولو ټويټ كولې شي بيا دا ډيليټ كړي او دا ځكه چې نواز شريف خو لندن كښې ناست دے ٬ د پوليو مېچ ګوري۔هغه ووئیل عمران خان د ملګرو ملتونو ٬ ټرمپ سره د ملاقات او د او آئي سي په شمول په هر يو فورم د كشمير ریښتینے وکیل او د کشمیر یو پیاوړي سفیر په حېث د كشمير مقدمه مخ په وړاندې بوتللو سره د انتها خوښۍ په هندوتوا فلسفه اډانه د مودي سوچ په ډاګه كړے۔ نن كه چیرې غربي ميډيا د مودي دولتي ترهګري رامخې ته كوي نو دې كښې هم د عمران خان هلې ځلې شامل دي۔
مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټي د فارن فنډنګ ريكارډ وړاندې كولو نه تښتي ، پی ټی آئي د دې كېس منطقي انجام ته د رسولو عزم كړے۔ د اطلاعات او خپرونو وزیر مملكت فرخ حبیب
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania