اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال زلزله ځپلې هېوادونو سره په فوري مرسته كولو د اېن ډي اېم اے ستائنه كولو سره ضروري درملو سره سره د موبائل طبي ډلو بندوبست په كولو زور راوړے دے۔ د اتوار په ورځ د اېن ډي اېم اے زلزله ځپليو هېوادونو تركيه او سوريه لپاره د بشري مرستې پېكج جاج اخستلو له د نېشنل اېمرجنسیز آپرېشن سنټر( اېن ای او سی) خصوصي غونډه وشوه۔ وفاقی وزیر احسن اقبال د وېډيو لنك د لارې د غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښ?? د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ملک ٬ پاكست??ن كښې د تركيه سفير مهمت پېكاسي ٬ په تركيه كښ?? د پاكستان سفير ډاكټر يوسف جنېد ٬ په سوريه كښ?? د پاكستان سفير ٬ ډي جي اېن اېل سي ٬ ايئر مارشل (ر) شاهد اختر او د روغتيا ??زا??ت ٬ د اطلاعاتو ??زا??ت ٬ د پاك بحريه او پي ډي اېم اے استازو ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر ووئيل زلزله ځپليو لپاره فنډ جمع كولو له د ګرد هېواد په تعليمي ادارو كښ?? فنډ رېزنګ مهم وچلولې شو۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن په بريفنګ كښ?? ووئيل اتھارټي په ترتيب سره د مرستې 162 ټنه او 9 ټ??ه سامان تركيه او سوريه لپاره رو??ن كړے دے۔ دغسې 447 ټنه د مرستې كھېپ د اېن اېل سي د ټركونو د لارې دواړو هېوادونو ته رو??ن كړے شوے دے۔ دې سره سره يو اېس اے آر ډلې او رېسكيو 1122 ډلې په تركيه كښ?? يو شمېر رېسكيو عمليات كړي دي۔ د پي ډي اېم اے پنجاب ډي جي وويل چې پی ډی اېم اے اولس څخه 7986 کمبلې او 221 فوډ بېګز جمع كړې دي كوم به چې اېن ډي اېم اے ته سپارلې شي۔ په تركيه كښ?? د پاكستان سفير ډاكټر يوسف جنېد او په سوريه كښ?? د پاكستان سفير ایئر مارشل (ر) شاهد اختر غونډه د موجوده صورتحال او دغلته د مرستې روانو كارروايو څخه خبر كړه۔
د وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال زلزله ځپلې هيوادونو سره په فوري مرسته كولو د اېن ډي اېم اے ستائنه ٬ ضروري درملو سره د موبائل طبي ډلو بندوبست په كولو زور
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں