اسلام آباد 05 اپریل (اے پی پی) پاکس??ان په مقبوضه کشمیر كښې د هندي عسكرو د اړخه په بې ګناه كشميريانو د طاقت سخته غندنه كولو سره په ملګرو ملتونو او د بشري حقونو په چیمپئن هېوادونو زور راوړې چې هند په بې ګناه کشمیریانو د ظلمونو څخه منع كړي۔ هند سره كوټلې خبرو اترو له چمتو يو،مونږ سره پټولو له څه نشته خو نوې ډيلې چرې هم د پاکستانی وړاندېز مثبت ځواب نه دې وركړې۔ د هندي ترهه ګرۍ او عدم برداشت څخه سيمه ايز امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے۔ د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فیصل د زيارت پھ ورځ اوونيز پریس بریفنګ په مهال د خبريالانو د بيلو پوښتنو په ځواب ووئيل پاكس??ان د مقبوضه وادی شوپیاں سيمو كښې پھ بې ګناه كشميريانو د هندي عسكرو د اړخه د طاقت بې دريغه كارولو سخته غندنه كړې، كوم كښې چې 30کشمیری ځوانان شهيدان او 300 څخه زيات ژوبل شوې دي دغسې د پیلټ ګنز سره 40 څخه زيات كسان د ??صا??ت څخه محروم شوي۔ وياند ووئيل وزیر اعظم د کابینې په غونډه كښې د كشمير مسئله رامخې ته كولو له پلاوې د نړۍ بيلو هېوادونو ته لېږلو پريكړه كړې۔ ده ووئيل د کشمیر مسئله به په ټول نړيوال فورمز پورته كولې شي۔ ده ووئيل د هند ظلم د كشميريا??و حوصلې كمزورې كولې نشي٬پاكس??ان به د كشميري اولس سياسي٬اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ده ووئيل خارجه وزير خواجه محمد آصف په خپله د زيارت په ورځ خارجه دفتر كښې غېر ملكي سفيران او هائي كمشنران په كشمير كښې د هندي ظلمونو او بشري حقونو خلاف ورزيو په اړه بريف كړي وو۔وياند ووئيل ايران٬تركيې او او آئي سي هم د كشميريانو سره د يو والي څرګندونه كړی٬مونږ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره هم دا معامله پورته كړې۔د قامي سلامتيا صلاحكار سره د هندي هائي كمشنر ملاقات په اړه وياند ووئيل پاكس??ان چرې هم خبرو اترو څخه انكار نه دې كړی٬مونږ ګټورو خبرو له چمتو يو۔ده ووئيل د هند ترهه ګري او عدم برداشت څخه د سيمې امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے۔د پاكس??ان امريكې اړيكو په اړه وياند ووئيل د امريكې مرستياله سېكتر د پاكس??ان دوره دوه اړ??يز?? اړيكو كښې د تسلسل ښكاره ثبوت دے۔د خبرو اترو په مهال د كشمير مسئله هم پورته كړی شوې۔د افغانس??ان په اړه وياند ووئيل وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د جمعې پھ ورځ د اولس مشر اشرف غني په بلنه كابل ته ځي۔وياند ووئيل پاكس??ان د افغان شخړی سياسي حل غواړي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل وزيراعظم به د اپرېل پھ اتمه نېټھ چين ته هم ځي۔وياند د افغانس??ان قندوز كښې د عملياتو په مهال د بې ګناه ماشومانو او عامو وګړو او وژنې پیښې غندنه كړیده
د هندي ترهه ګرۍ او عدم برداشت څخه سيمه ايز امن او سلامتيا ته خطر پیښ دے، د کشمیر مسئله به په ټول نړيوال فورمز پورته كولې شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے فوائد