اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي د نوي سرلښكر په تعيناتۍ اتفاق راغلے ٬ په يو څو ورځو كښې به رسمي اعلان وكړے شي٬ عمران خان نه د خپل عزت پرواه لري او نه د بل د عزت خيال ساتي٬ ھغه د كال 2014 راهسې پرله پسې غلط بياني كړې ۔ د جمعې په ورځ نجي ټي وي سره په خب??و كښې رانا ثناء الله خان ووئيل زما تجربه ده چې د حساس نوعيت پرېكړې په اتفاق كېږي٬ د مهمې تعيناتۍ اختيار د وزيراعظم سره دے، په دې اتفاق راغلے او د تعيناتۍ معامله په پېپر راتللو پ??تي ده ،۔ ده ووئيل د مشاورت نه مراد د چا اختيار خو نه وي٬ وزيراعظم د چا نه هم پوښتنه كولې شي، آخري پرېكړه خو به هغه كوي۔ رانا ثنا الله ووئيل دا چا ته د سرپرائز وركولو خب??ه نه ده٬وزيراعظم مشاورت كړے او په يو دوو ورځو كښې به په پېپر راشي٬ په دې كښې هېڅ نشته ٬ ده ووئېل د اسحاق ډار مرسته چې كوم ځاے پكار ٶه ترلاسه كړې شوې، يوه داسې خب??ه نه كول غواړم چې د پرېكړې نه وړاندې ګنګوسۍ وي، ده ووئېل زما په خيال په تعيناتۍ كښې د دې نه زيات تاخير شايد چې مناسب نه وي، په يو دوو ورځو كښې به پرېكړه رامخئ ته شي او د پرېكړې نه مراد د سرلښكر تعيناتي ده۔ ده ووئيل عمران خان نه د خپل عزت پرواه لري او نه د بل د عزت خيال ساتي٬ ھغه د كال 2014 راهسې پرله پسې غلط بياني كړې د، د توهين كولو ئې هڅه كرې، عمران خان پوهه دے چې د وخت نه وړاندې الېكشن نشي كېدے٬ لانګ مارچ پ?? ميډيا شته بل ځاے په نظر نه راځي۔ وفاقي وزير رانا ثناء الله خان ووئيل كه مونږ پي ټي آئي سره خب??ه وكړو هم نو عمران خان د دوي خب??ه نه مني ، پروېز خټک، شاه محمود، فواد چوهدري سره زمونږ وړاندې هم خب??ې كېدلې
د نوي سرلښكر په تعيناتۍ اتفاق راغلے ٬ په يو څو ورځو كښې به رسمي اعلان وكړے شي۔ رانا ثناءالله خان
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو