اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د سوئيلي پنجاب صوبې پھ اړه پاكستان تحريك انصاف مهم قدم پورته كولو سره د جلا صوبې په كچه د تنظيم جوړولو اعلان كړ??۔ د دې خبرې پرېكړه د پاكستان تحريك انصاف چيف آرګنائزر سېف الله خان نيازي د وز??راعظم عمران خان سره د ملاقات په مهال وشوه۔ د خالي په ورځ جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د تحريك انصاف د تنظيم نو په اړه په مهو چارو تفصيلي خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال د هېواد د سياسي صورتحال تفصيلي جاج هم واخستل شو۔ سېف الله خان نيازي په ټول هېواد كښې د تنظيم سازې په اړه د شوي هوم ورك نه وز??راعظم خبر كړو۔ وز??راعظم خاص هدايت وكړو چې محنتي او وفادار كاركنانو ته دې د تحريك ذمه وارې ورپغاړه كړې شي۔ سېف الله خان نيازي ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف د سوئيلي پنجاب اولس د سياسي او انتظامي حقونو لپاره په خاص توګه فعاله د??۔ ده ووئيل چې د سوئيلي پنجاب صوبې په كچه تنظيم جوړولو لپاره د وز??راعظم عمران خان څخه هدايات ترلاسه كړې شوي دي۔ د تحريك انصاف چيئرمېن او وز??راعظم عمران خان د هداياتو په رڼا كښې به سوئيلي پنجاب لپاره د صوبې په كچه تنظيم سازي كولې شي۔ د تحريك انصاف دا تنظيم به د سوئيلي پنجاب د اولس د خېر ښېګړې اېجنډا مخ په وړاندې بوځي۔ ده ووئيل چې د هېواد په نورو برخو كښې به هم د تنظيم سازې عمل زر ترسره كړے شي۔
د سوئيلي پنجاب صوبې پھ اړه د پي ټي آئي مهم قدم٬ پاكستان تحريك انصاف د جلا صوبې په كچه د تنظيم جوړولو اعلان وكړو
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج