د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه٬د امن و امان صورتحال له مخې د داخله وزارت په سفارش د آئين آرټيكل 245 له مخئ په اسلام آباد٬ پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د پاك پوځ د تعيناتۍ منظوري وركړې شوه


اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) وفاقي کابينې په بېلو ښارونو كښې د تشدد پېښو په مهال املاك ته د زيان رسېدو غندنه كولو سره د امن و امان صورتحال له مخې د داخله وزارت په سفارش د آئين د آرټيكل 245 له مخئ په اسلام آباد٬ پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې د پاك پوځ د تعيناتۍ منظوري وركړې ده، کابينې پرېكړه وكړه چې د آئين او قانون منافي هلې ځلې به په سختۍ سره منع كولې شي٬ ترهګري او ورانې كوٶنكو سره دې رعايت ونه كړے شي٬ رياستي و سركاري٬ نجي املاك او د اولس د ځان او مال تحفظ٬ له دې د آئين او قانون له مخې دموثره اقدامات وكړے شي٬ د اولس د مال او ځان تحفظ د رياست وړومبۍ ذمه واري ده٬ دا به په هر صورت باوري كولې شي۔ د وزيراعظم پرېس ونګ له مخئ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د شورو په ورځ شوې۔ د غونډې په پېل كښې وزيراعظم کابينه د برتانيې خپلې دورې په اړه خبر كړه۔ ده ووئيل زما د برتانيه دوره ډېره كاميابه وه ۔ وزيراعظم ووئيل ما د كنګ چارلس سوم ته د تاجپوشۍ مباركي وركړې او ھغه ته مې د پاكستاني اولس نېكې هيلې ورسولې۔٬ ده ووئيل ما چارلس سوم ته د پاكستان دورې بلنه وركړې كومه چې ھغه قبوله كړې۔ ده ووئيل د برتانيې وزيراعظم رشي سينك سره په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او په بېلو څانګو كښې په مرسته زياتولو سلا يوه شوې ۔ ده ووئيل د تاج پوشۍ په موقع زما نورو نړيوالو مشرانو سره هم ملاقاتونه شوي چې پكښې په دوه اړخيزه او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ وفاقي کابينې په بېلو ښاريو كښې د تشدد په پېښو كښې املاك ته د زيان سېدو غندنه كولو سره په دې لر كښې د غندنې قرارداد منظوركړو۔ دغسې وفاقي کابينې په آر سټريټ واشنګټن ډي سي كښې د پاکستان چانسري پخوانۍ ودانې په ښه بيعه د خرڅولو منظورې وركړه٬ كابينې توان لپاره د كابينه كمېټۍ د 28م اپرېل كال 2023 د شوو پرېكړو او د اي سي سي د 28م اپرېل او د 10 مئي كال 2023 د پرېكړو هم توثيق وكړو٬۔ په غونډه كښې د هېواد په مجموعي صورتحال غور شو۔ په غونډه كښې د عمران خان لخوا يو مودې راهسې ادارې او د دوي قيادت د نخښه كولو هم غندنه وكړه ۔ په غونډه كښې د پي ټي آئي د قيادت منصوبې له مخې د حساس ادارو او د دوي افسرانو په نخښه كول يو تسلسل دے كوم چې اولس د حساس ادارو او په ودانيو د ترهګرۍ په بريدونو كښې بدل شوے د دې چې څومره هم غندنه وشي كمه ده۔ غونډه كښې ووئيل شول د كرپشن په كېس كښې نېب د قانون د لارې عمران خان ګرفتار كړے او د اسلام آباد هائي كورټ دا پرېكړه قانوني ګرځولې۔ د دې نه علاوه د احتساب عدالت د تفصيلي بحث او د سماعت نه پس هم د هغه ګرفتاري قانوني ګرځولې ده خو د دې باوجود د پي ټي آئي مشران په لمسه ګرد هېواد كښې د امن او امان سنګين صورتحال راپېدا كړے شوے۔ غونډه كښې ووئيل شول چې د عمران د ګرفتارۍ نه پس د قيادت په لمسه ترهګرو او وسله والې ډلې په هېواد كښې حساس سركاري ٬ نجي املاك ته اور لګولے ٬ ورانې كول٬ سامان او آلات لوټ كول٬ د پاكستان راډيو٬ اے پي پي او د پي ټي وي په انفراسټركچر بريدونه شوي ٬ د قامي خپرونې د بندولو هڅې شوي ٬ ګاډي او د رېكارډ سوځولو٬ وګړي او سركاري اهلكار د ژوبل كولو د پېښو غندنه كوٶ د دې نه علاوه اېدهي او د نور اېمبولېنس نه رنځوران راكوزل او د سوځلو او د وګړو د ځورونو پېښې ښكاره ترهګري ده ٬ د دې غندنه كوٶ٬ په غونډه كښې د غازيانو٬ شهيدانو يادګارونو بې حرمتي٬ پېښور كښې د چاغي ماډل ته د اور لګولو د پېښو هم عندنه كوٶ او دا واضح كوٶ چې احتجاج د آئين او قانون له مخې اګرچه يو بنيادي جمهوري حق دے خو د آئين او قانون له مخې په متعين كړو حدودو كښې دننه پكار دے٬ غونډې پرېكړه وكړه چې د آئين او قانون منافي هلو ځلو به په سختۍ سره لاره نيولې شي۔ ترهګري او ورانې كوٶنكو سره دې رعايت ونه كړې شي٬ رياستي و سركاري٬ نجي املاك او د اولس د ځان او مال تحفظ٬ د آئين او قانون له مخې دې موثره اقدامات وكړے شي٬ د اولس د مال او ځان تحفظ د رياست وړومبۍ ذمه واري ده٬ دا به په هر صورت باوري كولې شي۔ غونډې اولس ته پېرزوئنې وړاندې كړې چې دوي د رياستي دښمنې او ترهګرۍ رويې مسترد كړي او د قانون او آئين ئې ملګرتيا كړې۔ غونډه كښې پوليس، قانون نافذ كوونكو ټولو ادارو٬ اتنظاميه او د پاكستان وسله والو ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې شوې چا چې د ټولو خطرو باوجود سركاري او نجي املاك او د اولس د ځان او مال حفاظت لپاره خدمات ترسره كړي

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس