اسلام آباد۔12فروری(اے پی پی) وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال زلزله ځپلې هېوادونو سره په فوري مرسته كولو د اېن ډي اېم اے ستائنه كولو سره ضروري درملو سره سره د موبائل طبي ډلو بندوبست په كولو زور راوړے دے۔ د اتوار په ورځ د اېن ډي اېم اے زلزله ځپليو هېوادونو تركيه او سوريه لپاره د بشري مرستې پېكج جاج اخستلو له د نېشنل اېمرجنسیز آپرېشن سنټر( اېن ای او سی) خصوصي غونډه وشوه۔ وفاقی وزیر احسن اقبال د وېډيو لنك د لارې د غونډې مشري وكړه۔ په غونډه كښې د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټېننټ جنرل انعام حېدر ملک ٬ پاكستان كښې د تركيه سفير مهمت پېكاسي ٬ په تركيه كښې د پاكستان سفير ډاكټر يوسف جنېد ٬ په سوريه كښې د پاكستان سفير ٬ ډي جي اېن اېل سي ٬ ايئر مارشل (ر) شاهد اختر او د روغتيا وزارت ٬ د اطلاعاتو وزارت ٬ د پاك بحريه او پي ډي اېم اے استازو ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر ووئيل زلزله ځپليو لپاره فنډ جمع كولو له د ګرد هېواد په تعليمي ادارو كښې فنډ رېزنګ مهم وچلولې شو۔ د اېن ډي اېم اے چيئرمېن په بريفنګ كښې ووئيل اتھارټي په ترتيب سره د مرستې 162 ټنه او 9 ټنه سامان تركيه او سوريه لپاره روان كړے دے۔ دغسې 447 ټنه د مرستې كھېپ د اېن اېل سي د ټركونو د لارې دواړو هېوادونو ته روان كړے شوے دے۔ دې سره سره يو اېس اے آر ډلې او رېسكيو 1122 ډلې په تركيه كښې يو شمېر رېسكيو عمليات كړي دي۔ د پي ډي اېم اے پنجاب ډي جي وويل چې پی ډی اېم اے اولس څخه 7986 کمبلې او 221 فوډ بېګز جمع كړې دي كوم به چې اېن ډي اېم اے ته سپارلې شي۔ په تركيه كښې د پاكستان سفير ډاكټر يوسف جنېد او په سوريه كښې د پاكستان سفير ایئر مارشل (ر) شاهد اختر غونډه د موجوده صورتحال او دغلته د مرستې روانو كارروايو څخه خبر كړه۔
د وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال زلزله ځپلې هيوادونو سره په فوري مرسته كولو د اېن ډي اېم اے ستائنه ٬ ضروري درملو سره د موبائل طبي ډلو بندوبست په كولو زور
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں