اسلام آباد 19فروری (اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبونو د همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې په پاكستان كښې ټولو اجتماعاتو، جلوسونو، مارچ او كانفرنسونو لپاره ضابطه اخلاق مقرر ده، بايد د مېرمنو د مارچ انتظام كوونكي هم د دې ضابطې پابندي وكړي. د پاكستان علما كونسل چيئرمېن او د وزيراعظم د مذهبونو د همغږۍ او مېنځني ختيځ خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي مولانا نعمان حاشر، علامه عبدالحق مجاهد، مولانا اسعد زكريا قاسمي ، مولانا اسد اللہ فاروق ، مولانا محمد شفیع قاسمی ، مولانا محمد اشفاق پتافی ، مولانا طاهر عقیل اعوان ، مولانا عزیز اکبر قاسمی ، مولانا اسلم صدیقی ، علامه طاهر الحسن ، مولانا پیر اسعد حبیب شاہ جمالی ، مولانا عبید اللہ ګورمانی ، مولانا زبیر عابد او نورو سره يو ځائ په خپل شريك بيان كښې وئيلي دي چې سږ كال بايد د مېرمنو د مارچ په انتظام كوونكو حكومت په واضحه توګه دا خبره تسليم كړي چې دوي به د پاكستان د آئين، دستور، قانون، د پاكستان د اقدارو، شريعت اسلاميه او د پاكستاني اولس د جذباتو او احساساتو خيال ساتي. علما كونسل په دې خبره باور لري چې په پاكستان كښې چې څنګه د ټولو ګوندونو اجتماعاتو، كانفرنسونو او لاريونونو لپاره ضابطه اخلاق مقرر ده بايد هم داسې د مېرمنو مارچ لپاره هم ضابطه اخلاق مقرر كړې شي. بايد په دې لړ كښې د حكومت او د مارچ انتظام كوونكو ترمېنځه پرېكړه وشي چې دغسې د كوم ډول انتشار او فساد اندېښنه پېدا نه شي.
په پاكستان كښې ټولو اجتماعاتو، جلوسونو، مارچ او كانفرنسونو لپاره ضابطه اخلاق مقرر ده. حافظ محمد طاهر محمود اشرفي
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش