صدر مملكت ژوب كښې په كامیاب اپرېشن امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې،د میجر بابر خان شهید مړانه او هېواد لپاره ئې خذمات وستائل


اسلام آباد 15 مئی (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د ژوب په سمبازه سيمه كښې په كامیاب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ صدر مملكت د میجر بابر خان شهید مړانې او هېواد لپاره خذمات او مينه وستائله۔د ایوان صدر پریس ونګ له مخې د غمرازۍ په بیان كښې صدرآصف علي زرداري د فرائض ترسره كولو په مهال شهيد شوي میجر بابر خان شهید ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔صدر مملكت د شهيد ميجر كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره د هغوې د زغم لپاره دعا اوكړه۔ده د شهید لوړو درجو لپاره هم دعا وكړه۔په دې مهال صدر مملكت د پاك پوځ پیشه وره صلاحیتونه هم وستائل۔