ا??لا?? آباد 12 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنيټر شبلي فراز وئيلي د وزيراعظم عمران خان وژن په رڼا كښې به د خپل كلتور د لارې قامي تشخص خوند?? كوو ، د اي كامرس د لارې په كورونو كښې جوړ څيزونه ګردې نړۍ ته رسولے كېدے شي، دې سره كورنے صنعت او كلتور هم ژوندے پاتې كېږي٬ كاروبار ښه كېږي٬ قامي پېژندګلو او سېلګري وده كو??٬ د قام او هېواد پېژندګلو د كلتور څخه كېږي، ھغه قامونه چې كلتور ئې نه وي د ھغوي تشخص ته زيان رسي۔ د زيارت په ورځ د لوك ورثه كلنې لوك مېله ا??لا?? آباد كښې د دستورې په مهال ميديا سره په خبرو كښې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل په لوك ورثه كښې په زړه پورې كلتوري مېله روانه ده ٬ په دې كښې د ګډون كو??نكو كسانو جذبه د ليدو جوګه ده، دا اداره په بنيادي توګه دې مقصد لپاره جوړه كړې شوې وه ۔ده وئېل د دې مېلې مقصد د پاكستان اولس يو بل سره تړل دي ۔ده ووئېل پاكستان د بېلا بېلو كلتورونو مجموعه ده٬ هر قام د خپل كلتور په سبب پېژندلے كېږي، لوك ورثه په ښه ډول خپلې ذمه وارۍ ترسره كو??۔ده ووئېل د دې مېلې مقصد دا دې دے چې د پاكستان فنكاران د خپلو خپلو سيمو كلتور د نورو صوبو اولس ته ورسوي۔ ده ووئيل د دغسې هلو ځلو په سبب د بېلو صوبو خلق د نورو صوبو خلقو سره خپلې تجربې شېئر كو?? او دې سره په صوبو كښې نزديكت۔زياتېږي ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په دې خبره باور لري چې د رېښتونې پاكستاني كلتور د لارې به قامي تشخص خوند?? كوٶ۔ده ووئېل دښمن ھڅه كو?? چې په څه ډول كلتور او تاريخ مسخ كړي٬ د قام وياړ او پېژندګلې په كلتور وي، دا ډول مېلې په ټولو صوبو كښې كو?? پكار دي۔ ده ووئيل د انفارمېشن ټيکنالوجي په ګټه كښې اي كامرس هم شامل دے٬ خلق د كورونو څخه د خپلو څيزونو ماركيټنګ كو??ے شي٬ دا وړومبې ممكن نه وه٬ د اي كامرس د لارې په كورونو كښې جوړ څيزونه ګردې نړۍ ته رسولے كېدے شي او دې سره كورنے صنعت او كلتور هم ژوندې پاتے كېږي۔ده ووئېل دې سره كاروبار ښه كېږي٬ قامي پېژندګلو او سېلګري هم وده مومي
د كلتور د لارې به قامي تشخص خوندي كوو ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنېټر شبلي فراز لوك ورثه مېلې كښې د دستورې په مهال ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ