اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي)د موسمياتي بدلون وفاقي وزيره شيري رحمان د موسمياتي بدلون اثرات مخ نيوي هڅو په لړ كښې د نوو او مربوط موسمياتي مالياتي آلات ډيزائن كولو په ضرورت زور راوړولو سره وئيلې دي منصفانه ماحولياتي فنانسنګ سباؤن كښې د ماحوليات په اړه د موافقت او د پائيداره منصوبو تعمير لپاره مهم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ د ډي اے ائي پاكستان كائميټ فنانس ايكسلريټر (CFA) پروګرام پرانسته كښې د خاص مېلمنې په توګه وكړه۔وفاقي وزيرې په خپل خطاب كښې د ماحولياتي بحران مخ نيوي لپاره د منصفانه مالي مرستې سمدستي ضرورت پخلے وكړو۔دې ووئيل د ماحولياتي بدلون پولې د حدود پابند نه دي۔د پرمختللو هېوادونو لخوا په لويه پیمانه د ګاز اخراج ماحول زيات متاثره كوي٬په پاكستان كښې د دې مياشت په مهال د پشكال بارانونو زيات زيان كړے ٬ دې ووئېل موسم د چا په قابو كښې نه نشي راتللے يواځې زمونږ غبرګون ښه كېدې شي ٬ دې ووئېل سوئېلي آسيا كښې غېر معمولي موسمياتي پیښې رامخې ته دي٬اروپا او امريكا ډېر درجه حرارت سره مخ دي ۔وفاقي وزيرې ووئيل د موسمياتي بدلون اثرات مخ نيوي لپاره نوو او مربوط موسمياتي مالياتي آلات ډيزائن كولو ضرورت ته دے۔
د موسمياتي بدلون اثرات مخ نيوي لپاره د نوو او مربوط موسمياتي مالياتي آلات ډيزائن كولو ضرورت دے۔وفاقي وزيرې شيري رحمان
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ