اسلام آباد 16مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد شهباز شریف هېواد د پېښو چیلنجونو څخه وېستلو لپاره ټول سیاسی قیادت له د يو كيدو بلنه وركولو سره وئيلي دي پاکستان د لويو قربانو نه پس جوړ شوے ،پاكستان به نړۍ كښې خپل مقام بيرته ضروري ترلاسه كوي، معاشی اصلاحات، معاشی ایجنډا او د کفایت شعارۍ بشمول په ټول مهمو اقداماتو او چارو ټول سياسي قيادت له خپل سیاسی اختلافات څخه يو خوا په ګډه پريكړې او په هغې به عمل كول وي، قامي او د اولسي مفادات تحفظ به كول وي ،مونږ چا له هم د هېواد د حالاتو خرابولو اجازه نه شو وركولې، آئی اېم اېف پروګرام به ډير زر بشپړ شي خو دا مستقل حل نه دے۔د زيارت په ورځ د سېنېټ آف پاکستان د 50 كلنه ګولډن جوبلی دسوترو په ويمه ورځ کمېټی آف دی هول ته وينا كښې ده ووئيل سېنېټ آف پاکستان 50 كلنه ګولډن جوبلی په ښه ډول او سادګۍ سره لمانځلو له په دې سېشن د سېنېټ چیئرمېن ، د هغه ډلي او ټولو سینیټرانو له مباركي وركوم،په دې كار دوي يو قامي خذمت کړے، ده ووئېل دا خبره يو ځل بيا د 1973ء آئین پلو ځي كله چې په وړومبي ځل د پاکستان څلورو واړو صوبو له يو برابر حقونه وركولو له ذوالفقار علی بھټو او د هېواد ټولو زعماء او لیډرشپ دا تاریخی کار ترسره كړو او نن 50 كاله تير شول ۔ده ووئيل د پاکستان سېنېټ قانون سازی، محنت او سنجیدګۍ سره په دې 50 كلونو كښې خپلي ذمه واري ترسره كړي۔ ده ووئيل په پاکستان كښې د بيلو هېوادونو سفيرانو هائی کمشنرز له بلنه وركړې شوې،مونږ د هغوي ټولو مننه كوو،ده ووئيل دلته ډير د ستائني وړ وېناګانې شوي،مونږ د پاکستان د تير كال سېلاب په مهال د هغوي د قدر وړ په مرسته مننه كوو۔ وزیراعظم ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته چې پاکستان دا مهال سختو چیلنجونو سره مخ دے، هېواد د امپورټډ افراط زر سره مخ دے كوم چې د یوکرین د جنګ نتيجه ده چې له امله ئې د خوراك څښاك څيزونه ، تیل، ګاز ګران شوي،د پاکستان پشمول پرمختګ كوونكي هېوادونه د دې صورتحال ښكار دي۔ وزیراعظم ووئيل كله چې مونږ اقتدار له راغلو نو هغه وخت زمونږ معیشت د لويو بحرانونو سره مخ ؤ،د بده مرغه تير حكومت د آئی ایم ایف سره خبري اتري كړي،لوظنامه شوې او د شرطونو خيال نه دے ساتلے شوے،دې سره نه يواځي د آئی ایم ایف بلکه د نورو نړيوالو ادارو كښې د پاکستان تشخص او باور ته زيان رسيدلے۔ وزیراعظم ووئيل په داسې حالاتو كښې كله چې مونږ يو آئینی تګلاره خپلولو سره حکومت سنبھال كړو ، هغه وخت مونږ ډيرو چيلنجونو سره مخ وو چې پكښې د تير حكومت د اړخه د فنډز بې دریغه استعمال هم شامل ؤ او هغوي په خزانه كښې كوم فنډز نه ؤ پرېښودے ، ده ووئېل نوټونه چھاپ شوې وؤ او د بجټ نه غير سبسډیز وركړې شوې وه دغسې دويم عټ مشکل په لويه توګه د ذمه وارو په اړه وه، اتحادی حکومت پريكړه كړې چې مونږ له به د پاکستان ریاست تحفظ کول وي،په دې اړه مونږ د کفایت شعارۍ پشمول ځيني كوټلي ګامونه پورته كړي۔ وزیراعظم ووئيل دا مهال مونږ د سخت حالاتو څخه تيريږو خو كه مونږ په خپل مشن كښې مخلص وو نو دې سختو حالاتو څخه به رابهر شو۔ وزیراعظم ووئيل د خزاني وزير اسحاق ډار او نوره ډله شپه ورځ كار كوي، شیری رحمن تير سېلاب كښې شپه ورځ كار كړے، هغوي کلائمیټ ریزیلیئنټ په اړه د پاکستان بيانيه وړاندې كرې ۔ وزیراعظم ووئيل مونږ كومي قرښتې نه يو،زمونږ څخه هم غلطۍ كېږي خو مونږ له به د خپلو غلظو څخه زكړه كول وي۔ وزیراعظم ووئيل د 1971ء جنګ نه پس كله چې وزیراعظم شمله ته لاړو نو د ټول هېواد زعماء او قیادت هغه ته په مخه ښه وئېلو له په لاهور هوائي ميدان موجود وو چې هغه به د پاكستان مقدمه وګټي ، 2014ء كښې چې كله ترهه ګرۍ څخه ټول قام پریشانه ؤ او ترهه ګري په خپريدو وه نو د هغه ترهه كرۍ په ضد جنګ كښې قام ډېرې قربانۍ وركړي،هغه مهال وزیراعظم محمد نواز شریف ایپکس کمېټی جوړه كړه او هلته ئې د يو چھت لاندي ټول راجمع كړل او په 2016ء كښې د پېښور پېښه وشوه د كومي په نتيجه كښې چې د هېواد لوي زيان وشو او دغې نه پس بيا سياسي او ديني ګوندونو مشران يو شو، ده ووئېل د دې ټولو پېښو ذكر ځكه ضروري دے چې ژوندي قامونه څه ډول د چیلنجونو مقابله كوي او اجتماعی ذهانت او خبرو اترو سره د خپلو مسئلو حل لټوي ، دغسې 2020ء كښې د کورونا په وجه پاکستان ته په راتلونكو پروازونو بنديز ولګيدو نو زه په آخري پرواز كښې پاکستان ته راغلم،دغسې هغه وخت به هر ډول خبري كيدلې، د قامي اسمبلۍ سپیکر هغه مهال په کورونا يوه غونډه وكړه، ده ووئېل دغه كار وزیراعظم له پكار ؤ خو د انا او تكبر په وجه هغه دغسې ونه كړل او پاکستان د مخدوش صورتحال او کوویډ له امله د ځپلو شوو كسانو خيال ونه ساتلے شو، خو اپوزیشن د مشورې نه پس غونډه كښې د ګډون پريكړه وكړه ځكه چې د پاکستان اولس مقدمه او ګټه مونږ ته عزيز ده ، ده ووئېل دې نه پس فروری 2019ء كښې د هند الوتكي د پاکستان د فضائی حدود خلاف ورزی وكړه ، په دې مهال قامی اسمبلۍ او د سېنېټ غړو له د هغه وخت وزیراعظم او سرلښكر د اړخه پریزنټیشن وركړے كيدونكے ؤ ، مونږ يو نيم ساعت انتظار وكړو،هغه يوه قامي مسئله وه د چا د ذات مسئله نه وه،دغه د پاکستان د دفاع او سلامتيا او 22 كروړه اولس د ناموس معامله وه هغې لپاره راجمع شوې وؤ، يو نيم ساعت پس جنرل (ر) باجوه مونږ له پریزنټیشن راكړو خو وزیراعظم په دغه بحراني صورتحال كښې هم زمونږ سره نه كېښناستو، ده ووئېل د قام لیډر انا پرست نه وي،هغه كښې تکبر، غصه نه وي بلكه هغه ټولو سره مينه كوي،مونږ ټولو له ب د مسئلو حل راويستل وي، مينه ، یګانګت، یکسوئي او د پاکستانیت پیغام به وركول وي ، ده ووئېل نن سياستمدار سپكي سپوري وائي ، ما په خپل ژوند كښې داسې خراب حالات نه وو ليدلي،د عدالتونو د احکامات او قوانین خلاف ورزۍ كېږي،د ادارو سپكاوي كېږي ،په داسې حلاتو كښې د ګولډن جوبلی په دستورو كولو د سېنېټ چیئرمېن د ستائني وړ دے ۔
وزیراعظم شهباز شریف هېواد د پېښو چیلنجونو څخه وېستلو لپاره ټول سیاسی قیادت له د يو كيدو بلنه وركړه ٬ پاکستان به نړۍ كښې خپل مقام بيرته ضرور ترلاسه كوي، د قامي او اولسي مفادات تحفظ به كولې شي۔ شهباز شریف
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر