كوئټه 22 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم يوته ??روګرام چيئرمېن رانا مشهود خان وئ??لي دي د پاك پوځ په ضد پروپيګنډا د پاكستان په اساس بريد دے٬بهرنے دښمن هله كاميابېږي كله چې په كور كښې نقب ولګولې شي٬د بلوچستان زده كوونكو ته به ورمخې ته شوو مسئلو څخه وزيراعظم خبروم څنګه چې د بلوچستان بچي د خپل سباؤن جوړو??و لپاره هلې ځلې كوي ٬ كله چې دا ځوانان كامياب شي نو كاميابي به د دوي د كورنو ٬سيمې٬صوبې او پاكست??ن وي۔دا خبره ده د ګل په ورځ بيوټمز پوهنتون كښې د بلوچستان چمالنګ زده كوونكو سكالرشپ پروګرام له مخې راجوړې كړې شوې دستورې ته ??ينا كښې وكړه۔په دې موقع د تعليم صوبائي وزير راحيله حميد دراني٬د قومي ورثه او كلتور ډويژن ايډوائزر كاشف ارشاد٬د پاكستان پاورټي ايويلواېشن ف??ډ(پي پي اے اېف)چيف ايګزېكټو افسر نادر ګل بړيچ٬د بيوټمز پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر عبدالرحمان اچكزئي هم موجود وو۔د وزيراعظم د يوت پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خ??ن ووئېل د كوئټې په دوره راغلے يم او دلته ??اشومانو بچو سره خبرې اترې روانې دي٬په دې كتلو خوشحالي محسوسوم چې د بلوچستان بچي د خپل سباؤن جوړو??و لپاره هڅې كوي او كله چې دا ځوانان كامياب شي نو كاميابي به د دوي د كورنيو ٬سيمې او صوبې او پاكست??ن وي٬په چمالنګ ايجوكېشن سكالرشپ پروګرام پي پي اے اېف ته ??یرزوئنې وړاندې كوم٬ ده ووئېل د لوړو زده كړو انډومنټ فنډ قيام د وزيراعظم شهباز شريف پروژه ده كومې څخه به چې د وسائلو څخه محرومو زده كونكو ته ??خ په وړاندې د تللو موقع ترلاسه شي٬ د پاكستان ايجوكېشن انډومنټ فنډ ته دې ټول زده كونكي اپلائي وكړي دوي ته به په ميرټ موقعې وركولې شي۔ده ووئېل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې څلور دانش سكولز بلوچستان كښې جوړ كړے شول۔ده ووئيل قائداعظم وئ??لي دي چې ايمان اتحاد تنظيم د پاكستان د تقدير اصل راز دے۔هر ماشوم دې د خپل ځان دننه نظم پیدا كړي او محنت او ايماندارۍ سره دې مخ په وړاندې لاړ شي۔ ده ووئېل د پاكستان آرمي مننه كوم چا چې په دې سيمو كښې كار كړے چرته چې د كار ضرورت ؤ ۔په بلوچستان كښې د ټيلنټ كمے نشته خو د موقعو وركولو انتظار دے۔دانش سكولز پرانسته ??زيراعظم شهباز شريف كړې٬ ماشومان چې كوم خواهش لري د هغې لپاره دې محنت وكړي خو په نړۍ كښې تر ټو??و لويه موقع سكلډ ليبر ده ۔ ده ووئېل په نړۍ كښې تر ټولو زيات ضرورت دا مهال د نرسز دے۔ده زده كوونكي مخاطب كولو كښې ووئيل چې ما د بېلو ضلعو ماشومانو سره ملاقات وكړو٬ دا واضحه كوم چې د بلوچستان حالات به نور هم ښه شي۔ده ووئيل د بلوچستان زده كوونكو مسئلې به معلوموم او وزيراعظم شهباز شريف به د دې نه خبروم۔
د پاك پوځ په ضد پروپيګنډا د پاكستان په اساس بريد دے۔د وزيراعظم يوته پروګرام چيئرمېن رانا مشهود خان
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا