اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سنيټر شهزاد وسيم وئيلي دي براډ شيټ پانامه ټو دے، د پاکستان اولس حېران دے چې په ماضي كښې ئې كوم مشران جوړ كړي ھغوي خو لوټ مار وختل٬ پي ډي اېم جلسه جلسه او جلوس جلوس كوي٬ اولس دوي په سياسي او انتخابي ډګر مسترد كړي، د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې د خدائے مخلوق د ووټ پرچۍ د لارې خپله پرېكړه اورولې ٬ حکومت د کرونا پ?? صورتحال كښې په پاليسۍ پرېكړو د صحت او معيشت په دواړو محاذونو كاميابۍ تر لاسه كړي٬ ب??آم??ات، ترسيلات زر،او د ټيکس وصولي زياته شوې ٬ سټاك ماركيټ او كرنسۍ كښې استحكا?? راغلے ٬ د??آم??ات كم شوي، د دوو لويو بندونو په جوړولو كار پېل شوے ، په ګرځينده قرض قابو موندلو سره آئي پي پيز سره بيا مذاكرات شوي٬ د احساس پروګرام د لارې د ټولو صوبو مستحيقنو ته د تفريق نه غېر مرسته وركړې شوې٬ حکومت به د پرمختګ او د اولس د خدمت په اېجنډا راتلونكي پنځه كال هم عمل كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په سېنېټ كښې د سېنېټرز بهرمند تن??ي او پروېز رشيد لخوا د پورته كړو بېلا بېلو نكاتو په ضد كښې كړې۔ سنيټر شهزاد وسيم ووئيل موجوده حکومت ته په ورثه كښې لوي قرض٬ د آئي سي يو په بېډ پروت سلګۍ وهونكے معيشت پاتې شوے٬ چې پكښې د ب??آم??ات نوے يو څيز نه ٶ او د درامدات بازار ګرم ٶ۔
په سېنېټ كښې د حكومتې ډلې مشر سېنېټر شهزاد وسيم په سېنېټ كښې څرګندونه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام