اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار د مواصلات وفاق?? وزير مراد سعي?? سره د هغه په دفتر كښې ليدلي دي . د ملاقات په مهال د كامياب جوان پروګرام او د پاكستان پوسټ ترمېنځه ځوانانو ته د كاروباري قرض وركولو په چارو تفصيلي خبرې وشوې. په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار ووئيل د كامياب جوان پروګرام له مخې ځوانانو ته ډېجټل پوسټل فرنچائز پرانستلو لپاره په اسانو شرائطو قرض وركولے شو، وړوكې كاروبار پېل كولو لپاره به تر 10 لكه روپو قرض بغېر د كوم ضمانت نه وركولے شي. ده ووئيل د وزيراعظم د كامياب جوان پروګرام مقصد ځوانان باروزګاره او بااختياره كول دي. د مواصلات وفاق?? وزير مراد سعيد ووئيل د زرګونو په شمېر ځوانان د ډېجيټل پوسټل فرنچائز په پرانستلو كښې خوښي لري او په دې ??ړ كښې درخواستونه هم ترلاسه شوي . خوښي لرونكو ځوانانو ته به د پاكستان پوسټ لخوا تربيه وركولې شي. د وزيراعظم د كامياب جوان پروګرام لخوا فرانچائز پرانستلو لپاره مالي وسيلې وركول خوشيبنه خبره ده
د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار وفاقي وزير مراد سعيد سره وليدل
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز