اسلام آباد25جنوري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي ټرانسپرنسي د انټرنېشنل خپل رپورټ كښې د مالي كرپشن ذكر نشته٬ پاکستان كښې په رول آف لاء كار كولو ته اړتيا ده، اوومه سر شمېره به سږ كال تر پائې بشپړه شيكومې لپاره چې 5 اربه روپۍ منظوري كړې شوي٬ راتلونكے الېكشن به په نوو حلقه بنديو كېږي٬ اسحق ډار په جعلي طريقه د روپۍ قدر مستحكم ساتلے ٶ، نن روپۍ د سټېټ بېنك د بهتر پاليسو او په خپل اصل قدر مستحكم ده ، هېواد كښې د زرمباله پانګو كښې هېڅ كمے نشته، د اوورسيز پاکستانيانو لخوا په ترسېلات زر كښې 11.3 فيصد اضافه شوې، تر اوسه 15.8 بېليونه ډالره غېر ملكي ترسېلات زر پاكستان ته راغلي، درې نيم زره اربه روپۍ اوورسيز پاکستانيانو رالېږلي٬ كابينې د كريمنل لا د بدلون منظوري وركړې چې له مخې به ئې د هر پوځداري كېس پرېكړه په نهه مياشتو كښې كول لازمي وي، په 9 مياشتو كښې په پرېكړه نه كولو به مجسټريټ يا جج د التوا سبب رامخې ته كوي٬ پوليس ته د ضمانت اختيار وركړے كېږي٬په كرېمنل مقدمو كښې پلي بارګېن شاملوو، د اېس اېچ او تعليمي قابليت به کم از کم بي اے لازمي وي، د پراسيکيوشن دائره اختيار هم زياتوٶ٬ وفاقي کابينې ته د اوميکرون په موجوده چپه بريفنګ وركړے شوے، د اوميکرون كېسز څو چنده زيات شويخو په روغتون كښې د داخلېدو كېدو شرح كمه ده، زمونږ په هېلته نظام فشار نشته٬ د وباء په مهال به ټول كاروبارونه جاري وي،۔ د نهې په ورځ د وفاقي كابينې غونډې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزير ووئيل ډاکټر فيصل سلطان كابينه د اوميكرون د خپرېدو پحقله خبر كړې ٬ په موجوده کيسونو كښې اضافه رامخې ته شوې خو د روغتون كښې د داخلېدو شرح كمه ده۔ ده ووئيل كابينې د دې عزم پخلے كړے چې حكومت به د داسې اقدامات نه ډډه كوي چې په سبب ئې كاروبار او معاشي هڅو ته زيان ورسي۔۔ ده ووېيل وزيراعظم عمران خان چې د كرونا پحقله كومه لائحه خپله كړې وه ھغه كاميابه وه، د نړۍ نور پرمختللي هېوادونه سمارټ لاك ډاٶن پلو روان دي، وزيراعظم بورس جانسن هم د سمارټ لاكډاٶن حکمت عملي اختيار كړې۔ نړيوالې مجلې اکانومسټ هم زمونږ د سمارټ لاك ډاٶن لائحه ستائلې۔ وفاقي وزير ووئيل اوومه سر شمېره به سږ كال تر پائې بشپړه شيكومې لپاره چې 5 اربه روپۍ منظوري كړې شوي٬ راتلونكې الېكشن به په نوو حلقه بنديو كېږي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل کابينې د کريمنل لاء بدلون منظوري وركړې ٬ چې له مخې به ئې د هر پوځداري كېس پرېكړه په نهه مياشتو كښې كول لازمي وي، په 9 مياشتو كښې په پرېكړه نه كولو به مجسټريټ يا جج د التوا سبب رامخې ته كوي۔ ده ووئيل پوليس ته د ضمانت اختيار وركړے كېږي٬په كرېمنل مقدمو كښې پلي بارګېن شاملوو، د اېس اېچ او تعليمي قابليت به کم از کم بي اے وي، د پراسيکيوشن دائره اختيار هم زياتوٶ۔ خودمختار پراسيکيوشن سروس جوړوٶ۔ده ووئيل د بېلا بېلو ادارو او اېن جي اوز د رپورټس په بنياد په جوړو شوي رپورټ كښې ټولو ادارو د پاكستان رېكننګ په ځائ ساتلے٬ يوازې اکانومسټ انټيلي جنس کنټري يونټ درجه بندي كړې ٬ چېك كړې چې د دې په پاكستان كښې مشر څوك دے، نو تاسو ته به معلومه شي چې ولې شوې۔۔ وفاقي وزير ووئيل د آصف زرداري اومني کيس، د شهباز شريف کيس، عثمان مرزا او د نور مقدم كېس ټرائل به نېغ په نېغه خپرولې شي، د اولسي خوښې د مقدمو پرېكړه په سمدستي توګه پكار ده، د قانون په سرلوړۍ كښې عدليه مهم كردار لري۔ده ووئيل د ټرانسپرينسي انټرنېشنل بشپړرپورټ چې رامخې ته شي نو مونږ به هم بشپړ ځواب وركوٶ٬ تر ھغه وخت د رول آف لاء او اسټيټ کېپچر معامله ده، په دې كار كولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل د فصلونو رېكارد پېداوار رامخې ته شوے ٬ چې پكښې د وريژو 4.8 فيصده د پومبې 19 فيصد٬ د ګني 8.7 فيصد او د جوارو پېداوار كښې يو فيصد اضافه شوې۔ ده ووئيل د غوړو په درامدي بيعه كښې اضافه شوې٬ كله چې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو د پام آئل بيعه 500 ډالره ته نزدې وه كومه چې اوس د 1200 ډالرو نه زياته ده ۔وفاقي وزير ووئيل اسحق ډار په جعلي طريقه د روپۍ قدر مستحكم ساتلے ٶ، نن روپۍ د سټېټ بېنك د بهتر پاليسو او په خپل اصل قدر مستحكم ده ، هېواد كښې د زرمباله پانګو كښې هېڅ كمے نشته، د اوورسيز پاکستانيانو لخوا په ترسېلات زر كښې 11.3 فيصده اضافه شوې،ده ووئېل تر اوسه 15.8 بېليونه ډالره غېر ملكي ترسېلات زر پاكستان ته راغلي، درې نيم زره اربه روپۍ اوورسيز پاکستانيز رالېږلي۔ د اطلاعات وزير ووئيل د تماكو كروندګرو لپاره د فصل بيعه 245 روپۍ د كلو په سر مقرر شوې ۔ ده ووئيل د اعلي عدليه احکاماتو له مخې کابينې په اسلام آباد كښې د برېښنا او ګاز د نوې ميټرز تنصيب كښې د رامخې ته خنډانو لرې كولو او د جوړې كړې كمېټۍ سفارشات منظور كړي۔ ده ووئيل وفاقي كابينې د صحت وزارت په سفارش عاصم رٶف د ډرګ رېګولېټري اتهارټۍ د سي اي او په توګه د تعيناتۍ منظوري وركړې ۔ ده ووئيل كابنيې د سټېټ اينډ فرنټيئر ريجنز پحقله په رولز آف بزنسكښې د بدلون كولو منظوري وركړې ٬دغسې دا بدلون د پخوانېوقبائيلي سيمو د انضمام له مخې شوے ۔ ده ووئيل كابينې د قامي مذهبي همغږۍ پاليسۍ د مسودې منظوري موخر كړې ٬ په پاليسۍ به نورو وزارتونو څخه رائے اغستلې شي ۔ ده ووئيل كابينې د آبي وسائلو وزارت په سفارش محمد يوسف ته د ديامير بھاشا ډېم کمپنۍ د چيف اېګزيټو افسر اضافي چارج دريو مياشتو لپاره د وركولو منظوري وركړې ۔ وفاقي وزير ووئيل كابينې د اي سي سي د 21 او 24 جنورۍ د پرېكړو توثيق كړے ٬ په دې پرېكړو كښې اوومېسر شمېرې لپاره د 5 اربه روپو منظوري، افغانستان كښې د هنګامي صورتحال له مخې د برآمدات د سيمپلز کوټه زياتولو، د ټاكلو څيزونو د پاکستان نه افغانستانته په صادرولو كښې پهپاکستانۍ کرنسۍ د ادائېګۍ منظوري ، د قاچاق مخنيوي لپاره افغانستان څخه د چلغوزوپه درآمد د45 فيصد رېګوليټري ډيوټي ختمول، د کامياب پاکستان پروګرام مانيټرنګلپاره د تھرډ پارټۍ سروس منظوري ٬په داسو كښې د مړو شووچينائې انجينئرز لپاره د 11.6ملين ډالرو معاوضې منظوري اود فائيو جي لائسنس اجراء لپاره د خاص ايډوائزري کمېټۍجوړول شامل وو۔د دې نه علاوه کابينې ته د سركار په چارو كښې بهترۍ راوستلو لپاره د غوره كاركردګۍ په څرګندونه وفاقي ډويژنز ته د بونس وركولو پحقله بريفنګ وركړے شو٬ اتيا فيصده هدفونه ترلاسه كوٶنكي به د بونس اهل وي۔ 100 فيصد هدفونه ترلاسه كوٶنكو ډويژنز ته به څلور بونس وركولې شي، په وړومبي پړاٶ كښې به بونس سکيم د وفاقي وزارتو سول ملازمانو لپاره وي او د دې نه پس به ذيلي ادارو او کنټريکټ ملازمين هم په بهتر كاركردګۍ د بونس اهل كوي۔ دي وې پوښتنې په ځواب ده ووئيل شهزاد اکبرپه ډېره خوارۍ او همت چارې تر سره كولې٬ ھغه يو قوي شخصيت ٶ، د ھغه متبال چې څوك هم راشي ھغه لپاره به چېلنجز موجود وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چوهدري شجاعت بزرګ سياستدان دے ھغه تل د لوي فهم خبره كوي، مونږ د ھغوي د رائے احترام كوٶ، د ق ليګ ملګري هم زمونږ اېډوائزر دي۔ د پي ډي اېم د مشرتابه غونډې پحقله د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير چوهدري فواد حسن ووئيل غشې ويستلے شي او نه توره وهلې شي ٬ دا مټې مونږ ازمائېلې دي
د ټرانسپرنسي انټرنېشنل په خپل رپورټكښې د مالي كرپشن ذكر نشته٬ اوومه سر شمېره به سږ كال تر پائې بشپړه شي، راتلونكے الېكشن به په نوو حلقه بنديو كېږي۔ د چوهدري فواد حسېن د كابينې غونډې نه پس ميډيا بريفنګ
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔