اسلام آباد 09 فروری(اے پی پی)پاكستان وئېلي دي چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د شخړيز جمو كشمير منصفانه او پرامن حل لپاره د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال وئېلي دي چې دا بدقسمتۍ خبره ده چې هندي چارواكي مقبوضه جمو كشمير وګړي يرولو لپاره زمكه د وسلې په توګه كاروي۔دې د سري نګر په راج باغ سيمه كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس د دفتر په ودانۍ د هندي قابض ځواكونو لخوا د اوسني بريد غندنه كولو سره دا يو جابرانه فعل او په مقبوضه سيمه كښې په سياسي آزادۍ يو بل بريد ګرځولې۔وياندې د هند غېر قانوني قبضه جمو كشمير څخه د كشميري مسلمانانو بې دخلۍ په اړه وئېلي دي چې د هند په ځينې رياستونو كښې د بلډوزر استعمال املاك راغورځولو عمل هغوي د يرولو لپاره كوي۔د خارجه دفتر وياندې تصديق كی د زلزلې له امله ځپلې تركيه څخه 23 پاكستاني وګړي راويستلې دي خو تراوسه د كوم پاكستاني ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې۔دې ووئيل چې په دې كښې به 16 كسان پاكستان ته بېرته راوستلې او نور پاتې به د تركيې استنبول ښار ته منتقل كړی شي۔وياندې ووئيل چې تراوسه زمونږ سره تركيې يا سوريه كښې د كوم هم پاكستاني وګړي د مړ كېدو كوم خبر نشته۔دې ووئيل چې پاكستانيان د ګازيانټيپ پوهنتون څخه ويستلو سره اډانا ښار ته رسولې شوي٬تباه شوې ښار كوم چې د زلزلې مركز څخه تقريبا 33 كلوميټره لرې دې٬په دې كښې د زلزلې په مهال د لويې زيان نه علاوه بنيادي ډهانچې ته هم سخت زيان رسېدلې دې
پاكستان به د شخړيز جمو كشمير منصفانه او پرامن حل لپاره د كشميريانو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي۔د خارجه دفتر ويانده
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت