اسلام آباد۔30مئی (اے پی پی)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني راتلونكي بجټ كښې اولس ته د زيات نه زيات رېليف وركولو په ضرورت زور راوړې۔ لنډ مهاله صدر د دې خيالاتو څرګندونه د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب سره په خبرو كښې وكړه چا چې په ايوان صدر كښې هغه سره ملاقات وكړو۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د خزانې وزير د اولس دوست بجټ تيارۍ په اړه لنډ مهاله صدر ته بريفنګ وركړو۔د خزانې وزير لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني په ګرانۍ قابو موندلو لپاره حكومتي اقداماتو څخه هم خبر كړو۔ په دې موقع د خزانې وزير ووئيل چې په ګرانۍ كښې ښكاره كمې د حكومت د پرله پسې او غېر متزلزل اقداماتو نتيجه ده۔ لنډ مهاله صدر ووئيل چې راتلونكي بجټ كښې اولس ته زيات نه زيات رېليف وركولو او محصولات زياتولو لپاره به بشپړه حكومتي تګلاره وضعه كول وي۔
راتلونكي بجټ كښې به اولس ته زيات نه زيات رېليف وركول وي ٬ لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔