اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د اسلام آباد ډي چوك كوم چې په عمومي توګه د بېلا بېلو سياسي ګوندونو لخوا د احتجاج مركز ګڼلې شي، د خالي په ورځ د پاكستان د قومي بېرغونو نه ډك شو. د آزادې ورځې په لړ كښې د ډائمنډ جوبلي دستورې په مناسبت ډي چوك د بېلا بېلو سكولونو د ماشومانو لخوا د تيار كړې شوي مينار پاكستان د ماډلز ، زړه راكښونكو تصويرونو او قومي بېرغونو مركز جوړ شو. د قومي بېرغ جوړولو په دستوره كښې د اسلام آباد د بېلا بېلو سكولونو زده كوونكو ګډون وكړو او وطن سره ئې د عقيدت او مينې څرګندونه وكړه. په دې موقع د اسلام آباد، پنجاب، سندھ، بلوچستان، خېبر پښتونخوا او آزاد كشمير د پوليس ډلو سره د اېف سي ځوانانو په پرېډ كښې ګډون وكړو. په دې موقع خاص مېلمنه د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب وه. ماشومانو وفاقي وزيرې سره سېفليانې جوړې كړې، عكسونه ئې وويستل او د هغې څخه ئې آټوګراف هم واخستل. دستوره د اطلاعاتو وزارت، سي ډي اے او د وفاقي وزارت تعليم لخوا جوړه شوې وه. په دستوره كښې د مسلم ليګ ن لارښودې سائره افضل تارړ، د اطلاعاتو وفاقي سېكرټري شاهيره شاهد، پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن او د اسلام آباد پوليسو اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو.
په ډي چوك د پاكستان د 75مې آزادې ورځې په مناسبت د ډائمنډ جوبلي دستورې
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ