اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري اسلامي نړۍ ته په رامخې ته مسئلو قابو موندلو لپاره د اسلامي هېوادونو ترمېنځه د لا اتحاد او مرستې په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي د پاکستان او سعودي عرب په شريكه عقيده ، تاريخ او ورورولۍ اډانه ښې اړيكې لري۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د مسجد نبويۖ امام ډاکټر صلاح بن محمد سره په خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ دوي سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ ده دوه اړخيزه اړيكو ته لا ودې وركولو لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره ووئيل د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا قوي كېږي۔ صدر مملکت ووئيل دواړه وروڼه هېوادونه يو بل ته لا نزدې كولو لپاره كلتوري او د اولس ترمېنځه اړيكو ته وده وركولو ته ضرورت دے۔ صدر مملکت ووئيل سعودي عرب نزدې دوست هېواد دے او پاكستان به تل سعودي عرب سره ولاړ وي۔ د مسجد ِنبويۖ امام ډاکټر صلاح بن محمد ووئيل د سعودي عرب مشر تابه او اولس پاکستان سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دواړه هېوادونه مضبوطه شراكتداري لري۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو له اسلامي نړۍ ته د رامخې ته چېلنجونو مخنيوي لپار په ګډه كار پكار دے۔ ډاکټر صلاح بن محمد د سعودي عرب په ترقۍ كښې د پاکستان کميونټۍ د كردار ستائنه كولو سره ووئيل د شهزاده محمد بن سلمان پېل كړے شوو اصلاحاتو سره به سعودي عرب كښې نوره ترقي او خوشحالي راشي۔ صدر مملکت د شهزاده محمد بن سلمان د جرات لرونكې او د زيرك قيادت ستائنه كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې د مسجد نبويۖ امام دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا وده ومومي۔ د مسجد نبويۖ امام په دې موقع د پاکستان سلامتيا او خوشحالۍ لپاره دعا وكړه۔
اسلامي هېوادونو ته په رامخې ته مسئلو قابو موندلو لپاره د اسلامي هېوادونو ترمېنځه لا اتحاد او مرستې ته اړتيا ده۔ د صدر آصف علي زرداري د مسجد نبويۖ امام ډاکټر صلاح بن محمد سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق