اسلام آباد 29نومبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان ذخيره اندوزۍ او په ناجائزه منافع خورۍ كښې د ككړو عناصرو په ضد د قانون كاروائي روانې ساتلو سپارښتنه كړې۔ده دا سپارښتنه د ګل په ورځ په هېواد كښې د سرو موجوده ذخيرو او بيعو په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ ك??لو په مهال كړې۔په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر٬مخدوم خسرو بختيار٬سيد فخر امام٬د خزانې صلاحكار شوكت ترين نه علاوه سينئر افسرانو هم ګډون كولو۔غونډه خبر كړې شوه چې د وزيراعظم د تېرې اونۍ ذخيره اندوزۍ په ضد د اقداماتو د سپارښتنې نه پس د ??رې د يوې بورۍ بيعه كښې تر 400 روپو كمے راغلے۔ وزيراعظم خبر كړے شو چې د ??رې د سپلائي مانيټر ك??لو لپاره آن لائن پورټل جوړ كړے شوے چې ورسره صوبې او ټوله ضلعيې انتظاميه د ??رې وړ??لو راوړلو او ذخيره مانيټر كولې شي۔د پنجاب چيف سېكرټري غونډې ته ووئيل د نومبر 13مې نېټې څخه تراوسه د ??رې ذخيره اندوزۍ مخ نيوي لپاره ګڼ شمېر اقدامات شوي۔په دې كښې 347 اېف آئي آر٬ 244 ګرفتارۍ٬ 21111 انسپيكېشنز٬ 480 ګودامونه سېل او 2.79 كروړ جرمانې لګولې شوي۔د دې نه علاوه په هره ضلع كښې كنټرول روم جوړ كړے شوے چرته چې د ??رې كمي٬ذخيره اندوزۍ او د منافع خورۍ په اړه ګيلې درج كېدې شي٬د صوبو ترمينځه په پ??لو د قاچاق مخ نيوي لپاره پوستې هم جوړې كړې شوي٬ دغسې په دې مهال وزيراعظم عمران خان د ذخيره اندوزۍ په ضد او په ناجائزه منافع خورۍ كښې د ككړو عناصرو په ضد د قانون كاروائي روانې ساتلو سپارښتنه وكړه
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې د سرو د موجوده ذخيرو او د بيعو جاج اغستو په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج