اسلام آباد 22 مارچ (اے پي پي)د سېنیټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني قوم ته مباركي وركولو سره وئېلي چې د مارچ 23مه نېټه د تاريخ په اعتبار سره ډېره د اهميت وړ ورځ ده٬زمونږ مشرانو د قائداعظم محمد علي جناح په مشرۍ كښې د خپل تقدير بدلولو پريكړه وكړه او د يو ځانله رياست جوړولو لپاره ئې تګلاره خپله كړه۔ د نهې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پاكستان ورځې په موقع په خپل خاص پېغام كښې ووئيل چې په نننۍ ورځ په لاهور كښې د قائداعظم محمد علي جناح په مشرۍ كښې هغه تاريخ ساز قرارداد منظور كړې شو كوم چې وروستو د قرارداد پاكستان په نامه مشهور شو۔دې قرارداد د منزل ښكاره شعور وركړو او يوازې 7 كاله كښې دننه پاكستان جوړ شو۔ ده ووئيل مونږ بايد ددې ورځې په حقيقت ځان پوهه كړؤ۔ ده ووئيل پاكستان امن خوښې او مينه كونكې هېواد دے ولې كه چا زمونږ خپلواكي او سيمه ايزه سلامتيا چېلنج كړه نو د هغې د بشپړه ځواب وركولو صلاحيت هم لرو
د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره به مونږ له د ګډې تګلاره خپلول وي٬ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پاكستان ورځې په موقع پیغام
مضمون کا ماخذ : قزاقوں کی کافی مقدار