اسلام آباد 04 دسمبر (اے پي پي) د وزیراعظم د سياسي چارو او بین الصوبائي رابطو صلاحكار رانا ثناء الله په مشرۍ كښې د وزارتی کمېټۍ غونډه د مذهبی چارو وزارت كښې وشوه۔پ?? غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي و??یر چوهدری سالك حسېن،د قانون وفاقي و??یر اعظم نذیر تارړ او د منصوبه بندۍ وفاقي و??یر احسن اقبال ګډون وكړو۔د شورو په ورځ د مذهبي چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې پ?? غونډه كښې د قومی کمېشن اقلیت بل 2024 جاج واغستلے شو۔په دې موقع د قانون وفاقي و??یر اعظم نذیر تارړ ووئيل د اقليت لپاره قومی کمېشن بايد د وزارتی فشار څخه آزاد او خپلواكه كړ?? شي، ذیلی کمېټۍ هم کمېشن له د مالي او انتظامي خپلواكي وركولو تجویز وركړو، کمېشن به په 13 غړو مشتمل وي چې پكښې به 9 غړي د اقلیتونو څخه وي۔ کمېټۍ ته د اقليت لپاره د قومي کمېشن په اړه د ذیلی کمېټۍ په اړه ترامیم د بل برخه جوړولو سره د قانون او انصاف وزارت ته په درېو ورځو كښې د اقليت لپاره قومي کمېشن بل 2024 ته د حتمي شکل وركولو سپارښتنه وشوه۔کمېټۍ پ?? غونډه كښې د بین المذاهب او همغږۍ پ??لیسۍ او مذهبی برداشت ته د ودي وركولو پالیسۍ جاج هم واغستو۔د وزيراعظم صلاحكار رانا ثناء الله ووئيل اسلام كښې جوماتونو ته لويې اهميت ترلاسه دے، د بین المذاهب همغږۍ په پالیسۍ كښې دې جومات د کمیونټی سینټر په توګه د فعالولو تجویز هم شامل كر?? شي،په وفاقی وزيرانو مشتمل کمېټۍ د دواړه پالیسیز په اړه د ذیلی کمېټۍ ترامیم د پالیسو برخه جوړولو سره د مذهي چارو وزارت ته د بین المذاهب همغږۍ پ??لیسۍ او مذهبی برداشت ته د ودي وركولو پالیسۍ د وفاقی کابینې پ?? غونډه كښې حتمي منظورۍ لپاره د وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔
د وزیراعظم د سياسي چارو صلاحكار په مشرۍ كښې د وزارتی کمېټۍ غونډه، د قومي کمېشن اقلیت بل 2024 جاج واغستلے شو
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria