اسلام آباد22 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د قامي كركټ ډلې په لوبغاړو زور راوړے مېدان ته په خپل ځان باور لرلو او د ګټې په جذبه ورځئ ٬ په محنت كولو يو قوي ټيم جوړ شئ٬ ټول قام د كركټ ډلې څخه اميدونه لري۔ده دا خبره د قامي كركټ ډلې سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال خاص مرستيال شهباز ګل٬سېنېټر فيصل جاوېد او د پاكستان كركټ بورډ چيئرمېن رميز راجا هم موجود وو۔د ملاقات په پېل كښې د قامي كركټ ډلې لوبغاړو سره تعارف وكړے شو۔وزيراعظم لوبغاړو له د كركټ په حقله ټپس هم وركړل۔د دې نه علاوه وزيراعظم د لوبغاړو سره د خپل كركټ كيريئر تجربې هم شيئر كړې۔وزيراعظم ووئيل لوي څښتن د كاميابۍ اصول وضعه كړي٬حضور پاك(ص)د نړۍ تر ټولو كامياب انسان دے٬ د هغه لاره دا ده كومه چې مونږ په پنځه وخته مونځ كښې غواړو٬هغه په كومه چې د لوي څښتن انعام شوے ۔وزيراعظم ووئيل د كاميابۍ لاره د رېښتيا او ايماندارۍ لاره ده۔ده ووئيل لوي څښتن انسان اشرف المخلوقات جوړ كړے۔انسان په هڅو او خوارۍ سره خپل تقدير بدلولے شي۔وزيراعظم ووئيل يوه لاره د عزت ده او بله د پيسې٬تاسو له به د عزت لاره اختيارول وي۔ده ووئيل د ټول قام نظر تاسو پلو دے او ټول قام ستاسو كاميابي ليدل غواړي۔ده ووئيل تاسو به ټوله نړۍ كښې د پاكستان نمائندګان او سفيران يې٬د هېڅ ټېلنټ كمے نشته٬ټولې نړۍ د پاكستانيانو ټېلنټ منلے ۔ده ووئيل تاريخ ګواه دے چې په بدر كښې 313 كسانو لوي لښكر له ماتې وركړې او يوازې په 13 كلونو كښې ئې د نړۍ ټولو سلطنتونو٬روميانو او فارسيانو له ماتې وركړې۔ده د قامي ډلې په لوبغاړو زور راوړو چې په ښه ډول لوبه وكړي۔وزيراعظم ووئيل مونږ په كركټ كښې اټيكنګ ټيكنيك معرفي كړے ۔ده ووئيل د ماتې څخه انسان زده كړه كوي كوم هم كامياب انسان داسې نه وي چې په خپل ژوند كښې د ماتې سره نه وي مخامخ شوے
لوبغاړي مېدان ته پخپل ځان باور لرلو او د ګټې په جذبه ورځي ٬ په محنت كولو يو قوي ټيم جوړ شئ ٬ټول قام د خپلې لوبډلې څخه اميدونه لري۔ د وزيراعظم عمران خان د قامي كركټ ډلې سره ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : sorteos میگا سینا