اسلام آباد۔25اکتوبر (اے پی پی) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي د چين بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو د ټولې سيمې د پرمختګ او سوک??لۍ ضامن دے، د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دې وروستيو كښې د ش??و لوظنامو له امله به په چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ كښې د نوې باب ا??اف?? وشي۔ د وزيراعظم آفس د ميډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په پاكستان كښې د چين سفير جيانګ زي ډونګ سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم د چين اوسنۍ دورې په مهال په تود هركلي او زړه پورې انتظامات كولو د چين صدر شي جن پنګ او چينائي مشرتابه مننه وكړه۔ نګران وزيراعظم ووئيل د چين د اوسنۍ دورې په مهال په لاسليك ش??و لوظنامو او د تفاهم په يادښتونو عملدرآمد له به پاكستان په زړه پورې ګامونه پورته كوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په دې وروستيو كښې د ش??و لوظنامو له امله به په چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ كښې د نوې باب ا??اف?? وشي٬ د?? ووئېل د چين بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو د ټولې سيمې د پرمختګ او سوک??لۍ ضامن دے۔ ده ووئيل د چين او پاکستان ترمنځه ملګرتيا له دنګو غرونو څخه زياته لوړه او له ژورو سمندرونو څخه زياته ژوره ده.ده ووئيل د سي پېك مېوې به د دواړو هېوادونو د اولس په ګټه وي۔ دغسې د چين سفير وزيراعظم ته د پاکستان د پرمختګ او اقتصادي ثبات لپاره د چين لخوا د بشپړې همکارۍ باور هم وركړو
د چين بېلټ اېنډ روډ انېشي اېټو د ټولې سيمې د پرمختګ او سوکالۍ ضامن دے، نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ