اسلام آباد۔10مارچ (اے پی پی) الېكشن كمېشن د صدر مملكت منصب لپاره د آصف علي زرداري د كاميابۍ نوټيفكيشن ج??ري كړے دے۔ د اتوار په ورځ د ريټرننګ افسرانو لخوا د ج??ري كړې شوي فارم له مخې آصف علي زرداري قومي اسمبلۍ او سېنېټ څخه 255 ٬ پنجاب اسمبلۍ څخه 43 ٬ سندھ اسمبلۍ څخه 58، خېبر پښ??ون??وا اسمبلۍ څخه 8 او بلوچستان اسمبلۍ څخه 47 ووټونه ترلاسه كړل۔ د ده په مقابله كښې محمود خان اچكزئي قومی اسمبلۍ او سېنېټ څخه 119، پنجاب څخه 18، سندھ څخه 3، خېبر پښ??ون??وا څخه 41 ووټونه ترلاسه كړل او بلوچستان څخه يۍ كوم ووټ ترلاسه نه كړے شو۔ دغسې آصف علي زرداري په مجموعي توګه 411 ووټونه ترلاسه كولو سره كامياب ??ګر??ولے شو۔ محمود خان اچكزئي 181 ووټونه ترلاسه كړل۔ ټول 1044 ووټونه وكارولې شول په كومو كښې چې 9 مسترد او 1035 درست شمېر كړې شول۔
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena