د عدليې فېصله تسليموو ٬بايد عدليه د بهرنۍ لاس وهنې او د حكومت ختمولو سازش جاج او د وفادارۍ بدلولو سوموټو واخلي٬امپورټډ حكومت به نه منو او د هغه په ضد به د اولس سره احتجاج كوو۔وزيراعظم عمران خان قام ته خطاب


اسلام آباد 08 اپريل (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د عدليې پريكړه تسليموو خو په دې مايوسه شوي يو ٬بايد عدليه د بهرنې لاس وهنې او د حكومت ختمولو سازش جاج او د وفادارۍ بدلولو سوموټو هم واخلي٬امپورټډ حكومت به نه منو او د هغه په ضد به د اولس سره احتجاج كوو۔د اتوار په ورځ د ماسختن مونځ نه پس دې قام احتجاج لپاره راوځي٬زه به يې پخپله مشري كوم۔د جمعې په ورځ قام ته په خپل خطاب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل 26 كاله وړاندې د تحريك انصاف بنياد په خپلواكۍ٬انصاف٬ او فلاحي رياست اېښودلے شوے ؤ ۔د سپريم كورټ په پريكړه مايوسه شوي يو خو د عدليې احترام كوو٬زه پخپل ژوند كښې يو ځل زندان ته تلے يم او هغه هم د عدليې بحالۍ په تحريك كښې۔ده ووئيل ډپټي سپيكر عدم اعتماد كښې په بهرني مداخلت د دستور آرټيكل 5 ترمخه رولنګ وركړے ؤ ٬سپريم كورټ خو به د دې تور ثبوت غوښتلے ؤ ٬ په بيړه كښې دا پريكړه شوې خو د ضمير خرڅونكو كيس هم هلته دے مونږ غواړو چې په هغې هم كاروائي وشي٬دا دول سياستمدار خو په بنانا ريپبلك كښې هم نه وي۔ده ووئيل د پاكستان نوے نسل زمونږ سباؤن دے ٬ كه مونږ د هغوي لارښودنه ونه كړو نو پاكستان به كوم پلو روان شي۔د نوي نسل تربيه كول د پرمختګ لپاره ضروري دي ۔ده ووئيل د چهانګا مانګا سياست شريف برادران پېل كړے ؤ ٬په خاص چوكو ناست غړي هم خرڅېږي٬حالانكه دا چوكۍ د ګوند د اړخه ډالۍ وي۔ده ووئيل زما ايمان دے چې دا هېواد به يو عظيم هېواد جوړېږي٬مونږ د عدليې پريكړه منلې خو په دې خبره مايوسه شوي يو چې هر څه په ډاګه شوي او د هغې نوټس نه دے اخستے شوے۔ ده ووئېل په لوېديز جمهوريت كښې ټولنه د خرڅېدونكو په ضد اودرېږي او ځكه هلته دا ډول مثالونه نه موندلے كېږي٬هلته د امربالمعرف تصور دے٬ټول قام د حق سره او د باطل په ضد اودرېږي٬ وزيراعظم ووئېل په برتانيه كښې 30 لكه كسان په عراق د بريد په ضد راوتلې وو۔ده ووئيل دا مراسله سائيفر وه٬دا ډېره زياته پټه وي٬په دې يو كوډ وي هغه د پټ خبرو ساتلو لپاره وي دغه زه نشم پبلك كولے ۔ده ووئيل د امريكې عهديدار د پاكستان سفير ته وئېلي دي كه د عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريك ناكام شو نو د دې به خطرناكې نتيجې رامخې ته شي او كه عدم اعتماد كامياب شو نو بيا به پاكستان معاف كړو ۔ ده ووئېل د دې نه ښكاري چې د هغوي دا تكبر د 22 كروړه اولس توهين دے٬كه داسې كول وي نو بيا د پاكستان ورځ او د آزادۍ ورځ ولې لمانځلې كېږي۔ ده ووئېل دا هم معلومه شوې چې د امريكې سفارتي كسانو سره زمونږ غړو ملاقاتونه كول ٬ هغوي ته معلومه وه چې د عدم اعتماد تحريك راتلونكے دے۔وزيراعظم ووئيل مونږ له به پريكړه كول وي چې آزاد پاتې كېږو يا غلامان ۔ ده ووئېل شيرواني تيارونكو هغوي له پېغام وركولو چې سوالګري هيڅ هم نشي كولې٬په لوېديز كښې چې تر ټولو زيات څوك پیژندلے كېږي نو هغه عمران خان دے٬هغوي ځكه ما بهر كوي چې هغوي ما پیژني٬زما جرم دا دے چې ما د ډرون بريدونو او د عراق جنګ مخالفت كړے ٬ ده ووئېل ما په افغانستان كښې د پوځي كاروائۍ مخالفت كړے٬هغوي ته معلومه ده چې عمران خان په بهر هېوادونو كښې كوم جائيدار يا اكاؤنټس نه لري خو د بيګرز آر نارټ چوزرز روپۍ هلته پرتې دي او دوي د هغوي په وړاندې څه نه شي وئېلې ځكه چې دوي يرېږي چې زمونږ بهر هېوادونو كښې اثاثې او جائيدادونه به ضبط شي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل په ډرون بريدونو كښې بې ګناه خلق په نخښه كېدل٬څوك پوښتنه كونكے نه ؤ ٬ او ځكه خو هغوي غواړي چې هم دغسې كسان په اقتدار كښې راشي۔وزيراعظم ووئيل زما د چا سره دشمني نشته خو د كوم بل قام په خاطر د خپل قام قرباني نشم وركولې٬زمونږ اقتدار لرونكي د ډالرو لپاره په قام جنګ مسلط كوي٬د روس په ضد جنګ كښې د ډالر په ځاې كه مونږ داسې ملګرتيا كړې وې نو عزت به مو موندے ؤ ٬د هغه جنګ ختمېدو نه پس په مونږ بندېزونه لګېدلې وو ٬بيا د نائن اليون نه پس مونږ بيا د هغوي اتحاديان شو٬د هغه جنګ هېڅ ګټه نه وه۔ده ووئيل ما خپلواكه خارجه پالېسي جوړه كړې چې د چا په جنګ كښې به برخه نه اخلو او په امن كښې به برخه اخلو٬مونږ له خپل 22 كروړه اولس د غريبۍ څخه ويستل دي٬مونږ له به د خپل سباؤن٬د هېواد د خپلواكۍ٬جمهوريت حفاظت كول وي ٬ په داسې صورتحال كښې څوك څه كردار لري په تاريخ كښې به ليكلے شي٬ ده ووئېل كه نن مونږ ونه درېدو نو سپر پاور به بيا په ډالرو حكومت ختموي۔ده ووئيل مونږ د خپل هېواد ګټې له خارجه پالېسي جوړه كړې چې پكښې ټولو سره ښې اړيكې لرل شامل دي ۔عمران خان د امريكې په ضد نه دے خو موڼږ يو اړخيزه اړيكې نه غواړو٬مونږ په شريكه ګټه اډانه اړيكې غواړو۔ده ووئيل قام له به د خپلې آزادۍ او خپلواكۍ تحفظ كول وي۔ وزيراعظم ووئيل ما 22 كاله سياسي هلې ځلې كړې ٬ د دغې نه پس لوي څښتن د اولس په زړونو كښې ما سره مينه واچوله٬ما په پرېډ ګراؤنډ كښې د هېواد تاريخ تر ټولو لويه اولسي غونډه كړې٬ما په عدم اعتماد كښې د خپلې اسمبلۍ ختمولو نه پس اولس ته ورتلل غوښتل دغسې چې اولس پريكړه وكړي ٬ ده ووئېل دا كومه طريقه ده چې د بهر څخه په سازش كولو او په روپو د وګړو ضمير اغستو سره وزيراعظم جوړېږي ٬ نن چې كوم زما په ضد يو شوي دوي به په يو بل د كرپش تورونه لګول٬مقدمې هم دوي په بل جوړې كړي٬ دوي اولس له نه ورځي ځكه د ټاكنو څخه تښتي٬ ده ووئېل دوي اېن آر او 2 غواړي٬حكومت كښې د راتللو سره به د خپل كرپشن كيسونه او نېب ختموي۔دوي چرې هم د نيوټرل ايمپائر نه غېر مېچ نه دے كړے٬مونږ اي وي اېم راوړلے دغسې چې داسې ټاكنې وشي چې څوك هم هغې ته ګوته ونه نيسي ٬ دوي دغه هم ختمول غواړي۔ده ووئيل هغه سمندر پورې پاكستانيان د كومو په روپو چې دا هېواد چلېږي دوي هغوي له د ووټ حق وركولو په ضد ولاړ دي۔ده ووئيل زه به اوس غلے او په قلار نه كېښنم٬د دې سازش په ضد احتجاج په قام فرض دے۔وزيراعظم په قام زور راوړو چې راپاسئ٬د ايمپورټډ حكومت په ضد د اتوار په ورځ د ماسختن مونځ نه پس ټول بهر راوځي او امن ناكه احتجاج وكړئ

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس