اسلام آباد 25دسمبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان باني قائ??اع??م محمد علي جناح 148مې زېږيدنې ورځ په موقع هغه ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي چې نن مونږ د قام بابا ته قام لپاره د خذماتو په ترسره كولو سلام كوو۔قائ??اع??م محمد علي جناح د يو سياسي جدوجهد د لارې تاريخ بدل كړې٬ د قائ??اع??م محمد علي جناح د وژن٬عزم او استق??ال په سبب د نيمې وچې مسلمانانو لپاره د يو آزاد هېواد جوړول ممكن شوي۔د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د قائ??اع??م محمد علي جناح 148مې زېږېدنې ورځې په موقع په خپل پیغام كښې ده ووئيل زمونږ تاريخ په يو نازك دور كښې د قائ??اع??م محمد علي جناح قيادت د هغه د غېر معمولي صلاحيتونو ثبوت دے۔قائ??اع??م محمد علي جناح د يو وكيل ا?? آل ا??ډيا مسلم ليګ لارښود په توګه د مسلمانانو د حقونو بشپړه وكالت كړې۔هغه د پاكستان مقدمه په ښه ډول ا?? ضاحت سره وړاندې كړې۔هغه د يو داسې جلا هېواد په حاجت زور راوړې چرته چې مسلمانان په آزادۍ سره په خپل مذهب عمل وكړي او د خپل كلتور او سياسي او معاشي حقونو تحفظ وكړي۔ده ووئيل په 11 اګست 1947 د پاكستان دستور ساز اسمبلۍ ته د هغه تاريخي خطاب نن هم زمونږ لپاره د لارې مشال دے۔په خپل تقرير كښې هغه د يو داسې پاكستان تصور وړاندې كړې چرته چې د قانون حكمراني وي٬د اقليتونو د حقونو تحفظ كولې شي او ټول وګړي يو برابر وي۔صدر مملكت ووئيل مونږ په بېلو څانګو كښې په زړه ??ور?? پرمختګ كړې خو د يو څوكاله او په انصاف اډانه قوم جوړېدو مزل ا??س هم روان دے٬مونږ له به د ځوانانو په تعليم سرمايه كاري كول وي او د پاكستان روښانه سباؤن لپاره به هغوي له علم او هنر وركول وي٬مونږ له د ټولنې كمزورې طبقو ښه والي لپاره هم كار كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل نن كله چې مونږ د قائ??اع??م د زېږېدنې ورځې لمانځو نو راځۍ چې مونږ د قائ??اع??م نظريات په خپل ذاتي او اجتماعي ژوند كښې د شاملولو عهد پخلې وكړؤ۔د هغه ښودلې شوې”اتحاد٬يقين٬محكم او تنظيم”اصول د لارې مشال جوړ كړؤ۔راځۍ چې د يو داسے پاكستان د جوړولو عزم پخلے وكړو كوم چې په حقيقي معنو كښې د قائ??اع??م د وژن عكاسي كوي۔
د قائداعظم د وژن٬عزم او استقلال په سبب د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره يو آزاد هيواد جوړيدل ممكن شوو: د صدر مملكت آصف علي زرداري د قائداعظم د زيږدنې ورځ په موقع پيغام
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados